څه ډول کولاي شو چي نوم لیکنه وکړو؟


ښاغلي درخواست کوونکي

ډیره زیاته مننه ددي نه چي تاسو خپله علاقمندي د بینوا د لوړو زده کړو مؤسسه سره ښکاره کړه. مهرباني وکړي مخکي د درخواست د پاڼي ډکولو څخه لاندنې هدایات په دیقت سره ولولي.

اول) د حساب (اکاونټ) جوړول

ددي لپاره چي تاسو نوم لیکنه وکړی، تاسو دتذکري شمېري ته ضرورت لري. نوټ: تاسو باید خپل د تذکري نمبر په انګلیسی ژبه و فارم ته داخل کړي.

دوهم) خپل حساب ته داخلیدل

ددي لپاره چي تاسو خپل حساب ته داخل شي باید خپل معلومات (تذکیره،یوزر نیم،کوډ،ایمل ادرس) داخل کړي.

دریم) هدایت پاڼه

کله چي تاسو د نوم لیکني پاڼي ته داخل شوي.مهرباني وکړي د نوم لیکني مخکي هدایت پاڼه ولولي.

څلورم) د پاڼي ډکول

په خپل ټاکلي ځاي عکس داخل کړي، خپل تعلیمي اسناد داخل کړي، وروسته سیسټم ته وړاندي(ستمیټ) کړي.

پنځم) دایمل تائیدي

تاسو ته به دتائیدي ایمل وشي، کوم ایمل ادرس چي تاسو مخکي وړاندي کړي ؤ. په دي ایمل کي به ستاسو مخکني ورکړل شوي معلومات شامیل وي.

‎شپږ) نوم لیکني فیس

خپل فارم ته داخل شي او د فیس تارفه (ډانلوډ)کړي.

اووهم) د فیس ورکولو طریقه

تاسو باید افغان یونایتد بانک ته(ډانلوډ ) شوي تارفه ورکړي او تائین شوي مقدار په بانک کښي رسید کړي.

اتم) نوم لیکنی فیس پاڼه

لومړي د بانک دپیسو پاڼه (بانکي رسید) سکین او خپل انلاین نوم لیکني سیسټم ته اپلوډ کړي.

نهم) د نوم لیکني مراحل

بېنوا د لوړو زده کړو مؤسسې به ستاسو پر نوم لیکنه باندي کار پیل کړي. په کوم کي چي ستاسو د اسنادو او معلوماتو تائید کول دي.

لسم) د کانکورامتحان ته شاملیدل

کله چي بینوا دلوړو زده کړو مؤسسه ستاسو اسناد او معلومات تائید کړ. تاسو ته ایمل یا ستاسو حساب (اکانوټ) ته معلومات به درواستول شي. همدارنګه به تاسو ته د امتحان دشمولیت کارت او د امتحان نیټه او ساعت در واستول شي.

یولسم) د کانکور دنتیجي معلومول

د کامیابو محصلینو لیست به بېنوا د لوړو زده کړو مؤسسه خپل ویب سایټ ته پورته کړي. او تاسو به خپل نتایج د خپل حساب (اکانوټ) له لاري وګوري.

دولسم) سمستر داخله

انلاین سیسټم به ستاسو حساب(اکانوټ) ته د سمستر د فیس پاڼه او یو فورم چي ستاسو مکمل شهرت پکښي ذکر شوي وي درواستوي.

درې لسم) د پیژندني کارت

تاسو به خپل د بانک اصلي رسید د بېنوا د لوړو زده کړو مؤسسې مالی معاونیت ته وسپاري.تر څو چي تاسو ته د پوهنتون (ای ډی) کارت توضع شي.


نوي حساب جوړول

خپل حساب ته داخلیدل